د چين سينوفارم او سينوانک شرکتونه به”کوواکس پلان" ته کرونا ضد واکسین برابر کړي
cri2021-07-13 10:47:52
شريکول:

د واکسين او معافيت نړيوالې اتحاديې (GAVI) د جولای په ۱۲ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې  دغې اتحاديې د چين له سينوفارم او سينواک شرکتونو سره د کرونا ضد واکسين د اخيستلو قرارداد لاسليک کړی دی، پدې معنا چې د يادو دواړو شرکتونو کرونا ضد واکسین د”کوواکس پلان" په لیست کې شامل شوی او له روانې جولای مياشتې څخه به دغه پلان ته کرونا ضد واکسین برابر کړي، څو مخ پر ودې هېوادونو ته واکسين ورسيږي.

”کوواکس پلان" د روغتيا نړيوال سازمان او د واکسين او معافيت نړيوالې اتحاديې په  مشرۍ مخ ته وړل کيږي.

د ياد قرارداد له مخې به ياد دوه چيني شرکتونه د روان کال له اکتوبر مخکې”کوواکس پلان" ته ۱۱۰ ميليونه دوزه کرونا ضد واکسين عرضه کړي او وروسته به هم عرضې ته دوام ورکړي.

د واکسين او معافيت نړيوالې اتحاديې اجرائيوي رئيس سيس بيرکلي د دغه قرارداد هرکلی کړی او ويلي يې دي چې د دې قرارداد په لاسليکېدو سره به د کوواکس پلان اړوندې خواوې کرونا ضد واکسين ته سمدستي لاس رسی پيدا کړي.

په جنيوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د چيني پلاوي يوه غړي ويلي، چې له ګاوي اتحاديې سره د دوو چيني شرکتونو قرارداد د چيني حکومت د هغې ژمنې د عملي کېدو ښودنه کوي، چې له مخې يې چين د کرونا ضد واکسين د عامع توليد په توګه بازار ته وړاندې کوي. نوموړي زیاته کړې چې چين خپل شرکتونه هڅوي، چې په کوواکس پلان کې ګډون وکړي او مخ پر ودې هېوادونو ته واکسين برابر کړي.