ملګري ملتونه: په ۲۰۲۰ کال کې د ګردې نړۍ يو پر لسمه برخه خلک د خواړو له کمښت سره مخ وو
cri2021-07-13 14:55:26
شريکول:

ملګرو ملتونو د جولای په ۱۲مه نېټه د نړۍ د غلودانو د خونديتوب او غذايي موادو په اړه يو راپور خپور کړ چې له مخې يې په ۲۰۲۰ کال کې د ګردې نړۍ د يو پر لسمه برخه خلکو پر وړاندې د خواړو د کمښت ستونزه موجوده وه چې له دې جملې څخه په اسيا کې ۴۱۸ ميليونه او په افريقا کې ۲۸۲ خلک له لوږې سره مخ وو. 

په ياد راپورکې راغلي، د نښتو، اقليمي بدلون او د کرونا وبا له امله د اقتصادي کمزورتيا په شمول د ځينو نورو عواملو تر منفي اغېزې لاندې، په ګردې نړۍ کې د لوږې حالات سخت شوي، يو پر پنځمه ماشومان له خواځواکۍ سره مخ دي. په ۲۰۲۰ کال کې د هغو کسانو شمېر چې له اوږدې مودې راهيسې له لوږې سره مخ وو، د پخوانيو ۵ کلونو د عمومي شمېر په نسبت زيات و، او د ۲۰۱۹ کال په پرتله بيا پکې ۱۶۱ ميليونه زياتوالی راغلی دی. (هيله)