ايران: د ذروي مسئلې خبرې اترې به ژر پايله تر لاسه کړي
cri2021-07-13 12:04:33
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطيب زاده د جولای په ۱۲مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، په ويانا کې د ايران د ذروي مسئلې  خبرو اترو پرمختګ موندلی او ژر به پايله تر لاسه کړي. که څه هم اوس ځينې ستونزې لا نه دي حل شوي، خو د حل شويو ستونزو په نسبت کمې دي. ايران غواړي چې امريکا پرې لګېدلي بنديزونه لغوه کړي، کله چې ايران دا حالت تائيد کړي، نو سمدلاسه به په ذروي تړون کې ټاکل شوې دنده بيا پر غاړه  واخلي. (هيله)