د سپينې ماڼۍ ويانده: امریکا هايتي ته د ځواکونو ليږل تر نظر لاندې نيسي
cri2021-07-13 10:42:45
شريکول:

د امريکا د سپينې ماڼۍ وياندې جين ساکي د جولای په ۱۲ مه نېټه په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې امريکا د هایتي غوښتنه تر نظر لاندې نيولې او ښايي دغه هېواد ته ځواکونه وليږي.

د امریکا ولسمشر جوبايډن په همدې ورځ په سپينې ماڼۍ کې خبري رسنيو ته وويل، چې د هایتي مشران بايد يوموټی شي او امريکا د دغه هېواد وضعيت ته پاملرنه کوي او له دغه هېواد سره مرسته کولی شي. 

د روانې مياشتې د اوومې نېټې په سهار وختي د هایتي ولسمشر مويس د نامعلومو وسله والو لخوا ووژل شو . د دغه هېواد پوليسو ويلي چې يوه ۲۸ کسيزه وسله واله ډله ښايي په دغه پېښه کې لاس ولري، چې ۲ يې امریکايان او ۲۶ يې کلمبيايان دي.

د هایتي حکومت له امریکا او ملګرو ملتونو څخه دغه هېواد ته د ځواکونو د ليږلو غوښتنه کړې، څو مهم بنسټيز تاسيسات يې خوندي او کورنی وضعيت يې ثابت وساتل شي.