امريکايي سوداګر: له چين سره د امريکا سوداګريزه جګړه امريکايانو ته زيانونه رسوي
cri2021-07-13 14:21:01
شريکول:

د امريکا او چين د سوداګرۍ ټړلنې رئيس کرېګ اېلين د امريکا د پوليتيکو ورځپاڼې په ويبپاڼه کې ((له چين سره د امريکا سوداګريزه جګړه امريکايانو ته زيانونه رسوي)) ليکنه خپره کړې او پکې يې له امريکايي حکومت څخه غوښتنه کړې، چې باید له چين سره د خپلې سوداګريزې جګړې په بیه پوه شي او د دغه هېواد په اړه بايد خپلې سوداګريزې تګلارې بيا تر غور لاندې ونيسي.

نوموړي په خپله ليکنه کې ليکلي، چې چين ته د امريکا صادرات امریکايانو ته کابو يو ميليون کاري فرصتونه برابروي. خو سروې ښيي چې په يوه ډېره سخته موده کې ۲۴۵ زره امریکايان له چين سره د سوداګريزې جګړې له امله بې روزګاره شوي او د دې ترڅنګ امريکا ته ۱۰۸ ميليارډه ډالره اقتصادي زيان رسېدلی دی.

نوموړي زياته کړې، چې له چين سره د امریکا سوداګريزې جګړې امريکايي تصديو ته تر چيني تصديو ډېر خطرونه پېښ کړي دي. سروې ښيي چې پر چيني توليداتو د زياتې ګمرکي تعرفې ٪۹۰ برخه د امريکايي تصديو له لوري ورکول کيږي. سربيره پردې که امريکايي تصدۍ د چين په لويو بازارونو کې خپلو پانګونو ته دوام ور نه کړي، نو اروپايي او جاپاني تصدۍ به له چيني بازارونو ګټې پورته کړي چې په پايله کې به امريکايي تصدۍ لاکمزورې شي.