روغتيا نړيوال سازمان: کرونا وبا لا هم په ټوله نړۍ کې د خپرېدو په حال کې ده
CRI2021-07-13 10:49:53
شريکول:

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مدير ادهانوم تدروس د جولای په ۱۲مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د نړۍ په څه دپاسه ۱۰۴ هيوادونو او سيمو کې د کوويد-۱۹ ويروس بدله بڼه (ډيلټا) پيدا شوې ده. د دغه ويروس د خپرېدو سرعت لا ډېر چټک دی او په تېرو مسلسلو څلورو اونيو کې په ټوله نړۍ کې پر کرونا د اخته شوو کسانو شمېر په چټکۍ زيات شوی دی.

نوموړي د کرونا ضد واکسين د توليد په اړه د فايرز او مدرنا شرکتونو څخه غوښتنه وکړه، چې پرمختيايي هېوادونو ته واکسين برابر کړي او يوازې دې پياوړو هيوادونو ته واکسين نه برابروي.