په تېرو ۱۳ مياشتو کې د چين د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت دوامداره زياتوالی موندلی
CRI2021-07-13 16:25:51
شريکول:

د چين د ګمرکاتو ملي ادارې د شمېرنې څانګې مشر لي کوی ون د جولای په ۱۳مه نېټه د دولتي شورا په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د دغه هېواد د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت په تېرو ۱۳ مياشتو کې دوامداره زياتوالی ښودلی او د وارداتو او صادراتو پيمانه يې خوندي، ثابته او ښه تمايل څرګندوي. 

د چين د ګمرکاتو ملي ادارې د شمېرنې له مخې، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۱۹۰۷۰ميليارډو يوانو ته رسيدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۷ اعشاريه ۱ سلنه زياتوالی ښيي. له دې جملې څخه د صادراتو ارزښت ۹۸۵۰ ميليارډه يوانه او د وارداتو ارزښت ۸۲۲۰ ميليارډه يوانه و، چې په جلا جلا توګه ۲۸ اعشاريه ۱ سلنه او ۲۵ اعشاريه ۹ سلنه زياتوالی ښيي. په تېرو ۱۳ مياشتو کې د دغه هېواد د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت د تېرې همدې مودې په پرتله مسلسل زياتوالی موندلی او د ۲۰۱۹م کال د همدغو مياشتو په پرتله د زياتوالي انډول يې ۲۲ اعشاريه ۸ سلنې ته رسيدلی دی.