امريکا د مسلمانانو پر وړاندې دښمنانه رويه لري او همدا یې عادت ګرځيدلی
cri2021-07-14 11:56:59
شريکول:

امريکا د ۲۰۲۱م کال د مارچ مياشتې له پيل راهيسې د لوېديځو هېوادونو حکومتونه او رسنۍ لمسولي او پر چين يې په شينجيانګ کې د پنبۍ په چارو کې د جبري کارونو او پر مسلمانانو د جبر او سپکاوي په شمول يو لړ بې ځایه تورونه لګولي دي. امريکا او ملګري په بد نیت پر چين بې ځایه تورونه لګوي او بدنامې ور اړوي او د دوی موخه يوازې دا نه ده، چې د چين او اسلامي هېوادونو ترمنځ اړيکې خرابې کړي، بلکې غواړي، چې د مسلمانانو د ساتونکي په توګه خپله جعلي څېره جوړه کړي، خو نړيواله ټولنه د دوی دغه تمثيل نه مني.

په چين کې د عراق سفير محمد کشاورززاده د روان کال د اپريل په ۱۴مه نېټه د ګلوبل ټايمز له خبريال سره په مرکه کې ويلي، چې امريکا له ۲۰۰۱ کال راهيسې د ترهګرۍ ضد د مبارزې په پلمه په کابو ۸۰ هېوادونو کې جګړې راپارولي او يا يې نظامي عمليات ترسره کړي، چې په نتيجه کې يې څه باندې ۸۰۰ زره کسان وژل شوي، چې په دغه شمېر کې شاوخوا ۳۳۰ زره يې ملکي وګړي دي. برسيره پر دې، د دغه هيواد د يادو کړنو له امله د افغانستان، عراق او سوريې په شمول ځينو هېوادونو کې لسګونه ميليونه خلک بې کوره شوي او نورو هېوادونو ته کډه شوي دي. هغه زياته کړه، چې که امريکا په رښتيا هم د مسلمانانو حقونو ته پاملرنه کوي، نو له دغو اسلامي هېوادونو څخه دې بخښنه وغواړي او پر دغو هېوادونو دې بمبارې پای ته ورسوي. د ده په وينا امريکې د نړۍ مسلمانانو ته ډېر زیانونه اړولي او خپله خونخواره څېره يې ورته ښودلې ده.  

د يادولو وړ خبر دا دی، چې امريکا د اسلامي هېوادونو پر وړاندې دښمانانه رويه غوره کړې، نو ایا د دې هېواد په دننه کې د مسلمانانو حقونه ساتل شوي؟

 په حقيقت کې د مسلمانانو پر وړاندې د امريکا دښمانانه رويه د دغه هيواد له جوړېدو راهيسې يو سياسي عادت ګرځيدلی دی.

ټول پوهيږي، چې په امريکا کې د نژادي تبعيض مسئله ډېره سخته ده او ويل کېږي، چې په دغه هېواد کې د مسلمانانو پر وړاندې تبعيض هم تل په پټه توګه ساتل شوی دی. د پيو څېړنيز مرکز (Pew Research Center) د ۲۰۱۷ کال د يوې سروې نتيجه ښيي، چې اوس په امريکا کې د مسلمانانو شمېر 3.45 ميليونو ته رسېدلی، چې دغه شمېر د دې هېواد په عمومي نفوس کې 1.1 سلنه نيسي. په دغو مسلمانانو کې زياتره لا هم پر (( امريکايي خوب)) باور لري، خو په ۲۰۱۹ کال د ياد څېړنيز مرکز د يوې سروې پایله ښيي، چې ٪ 82 امريکايان دا مني، په دغه هيواد کې مسلمانان له تبعيض سره مخ دي او پکې 56 سلنه کسانو دا نظر ښودلی، چې امريکې کې د مسلمانانو پر وړاندې سخت تبعيض موجود دی.

ولې په امريکا کې د مسلمانانو پر وړاندې ډېرې ستونزې شتون لري؟

لامل يې دا دی، چې امريکايي سياستوالو او رسنيو د سپتمبر ۱۱مې تر پېښې وروسته کله کله مسلمانانو ته ګواښونه کړي دي. ډونالډ ټرمپ یې يوه نمونه ده، هغه په ۲۰۱۷ کال کې د امريکا د ولسمشر په توګه تر لوړې وروسته د يو حکم په لاسليک سره امريکا ته د هغو ۷ هېوادونو اتباعو د ننوتلو مخنيوی وکړ، چې عمده اتباع يې مسلمانان دي. شک نشته چې د ټرمپ دغه کړنه له مذهبي تبعيض سره تړاو لري. نو سره له دې چې په امريکا کې زياتره اوسېدونکي مسلمانان پر دغه هېواد سياسي اعتماد لري، خو په حقيقت کې دوی د مسلمانانو پر وړاندې د دې هېواد د ځينو سياستوالو دښمانانه رويه نه شي بدلولی او د دوي پر وړاندې ستونزې هم نه شي کمولی.

له دې څخه ښکاري، چې امريکا له اوږدې مودې راهيسې د مسلمانانو پر وړاندې دښمانانه رويه او تبعيض لري او دا یې عادت ګرځېدلی دی.

امريکا خپلې ناوړه کړنې شا ته غورځولي، خو پر نورو هېوادونو بې ځایه تورونه لګوي او دغه بدنيت يې هيچا ته د منلو وړ نه دی.