د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د جولای په ۱۳ مه نېټه يوه تازه شمېرنه خپره کړه، چې له مخې يې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د مالونو د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت ۱۸۰۷۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلی چې دا د تېر ۲۰۲۰ کال د همدې مودې په پرتله ٪۲۷.۱زياتوالی ښيي او په تاريخ کې د بل هر کال تر لومړۍ نيمايي زيات دی.
د چين ثابت اقتصادي پرمختګ د بهرنۍ سوداګرۍ د زياتوالي عمده لامل دی. رويټرز اژانس خبر ورکړی، چې چين تر خپلو سوداګريزو همکارانو مخکې په خپل هېواد کې کرونا وبا کنټرول کړې، د ۲۰۲۰ کال په لومړنيو څو مياشتو کې يې د خپلې اقتصادي پرزېدا مخه نيولې او بيا ځلې يې ثابت پرمختګ کړی دی.
د دې ترڅنګ په نړۍ کې د کرونا ضد واکسين په تطبيق او د نړيوال اقتصاد په بيا پرمختګ سره د چين بهرنۍ سوداګري هم بيا ګرمه شوې ده. د روان کال په لومړۍ نيمايي کې امريکا او اروپا ته د چين په صادراتو کې په جلا جلا توګه ٪۳۱.۷ او ٪۲۵.۵ زياتوالی راغلی دی.