د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره د چين واردات او صادرات زيات شوي
cri2021-07-14 11:13:51
شريکول:

د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې وياند لي کوي ون د جولای په ديارلسمه نېټه  په يوه خبري ناسته کې وويل چې د روان کال په لومړنۍ نيمايي کې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره د چين وارداتي او صادراتي ارزښت ۵۳۵۰ ميليارډه يوانو ته رسيدلی او د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۲۷ اعشاريه ۵ زياتوالی ښيي.

هغه زياته کړه چې په دغو صادراتو او وارداتو کې د ژوند د اړتيا وړتوکي ، اوسپنيزو او فولادي توليدات او د موټرو صادرات د پاملرنې وړ دي او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې پرتو هېوادونو ته د چين د صادراتو د زياتوالي په برخه کې يې مهمه برخه نيولې ده. سربېره پردې له چين څخه تر اروپا پورې د باروړونکو اورګاديو د تګ راتګ شمېر ۷۳۷۷ او د ليږدول شويو کنټينرونو شمېر ۷۰۷ زرو ته رسيدلی چې له دغو هېوادونو سره يې د سوداګرۍ د ثابتېدو لپاره مهم ضمانت برابر کړی دی. (غاټول)