د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای د ۱۳مې نېتې په شپه د اوکراين له ولسمشر ولويمير زيلينسکي سره تلېفوني خبرې وکړې.
شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل، د چين او اوکراين ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د جوړېدو له لسمې کليزې راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو سالم او ثابت پرمختګ موندلی دی. دواړو هېوادونو له تېر کال راهيسې د کرونا وبا ضد مبارزه کې لاس يو کړی او خپلمنځي دوستي يې لا پياوړې کړې ده. راتلونکی کال به د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو له ۳۰مې کليزې سره برابر وي، چين هيله لري، چې له اوکراين سره خپلمنځي اړيکې لا ټينګې کړي او د پرمختګ د موخو د پوره کولو په بهير کې يو له بل سره مرستې وکړي.
زيلينسکي په خپلو خبرو کې چيني ملت ته د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کليزې په مناسبت مبارکي وويله او د دغه ګوند د لا لوی برياليتوب هيله يې وښودله. نوموړي زياته کړه، اوکراين له چين سره د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او د يو چين پېژندنې پر اصل به ټينګار وکړي او غواړي چې له چين سره د بېلا بېلو برخو تګ راتګ او همکارۍ پياوړې کړي.