وانګ يي د افغانستان د وضعيت په اړه د چين وروستی دريځ په ډاګه کوي
CRI2021-07-14 15:56:11
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او  د بهرنيو چارو وزير وانګ يي له خپل تاجکستاني سيال سراج الدين مهرالدين سره په ګډه د 2021 کال د جولای په 13مه نيټه په دوشنبه کې د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل. يو خبريال وپوښتل چې متحده ايالاتو پدې وروستيو کې اعلان وکړ چې دوی به د اګست تر پايه په افغانستان کې خپل نظامي عمليات پای ته ورسوي. د افغانستان وضعيت کليدي حالت ته رسيدلی نو  پدې اړه د چين نظر څه دی؟

وانګ يي د دغې پوښتنې په ځواب کې وويل چې په افغانستان کې د متحده ايالاتو لخوا په لاره اچول شوي جګړه له شلو کالو راهيسې دوام لري، خو تر اوسه په دغه هېواد کې سوله رانه غله. پدې اوږده جنګي موده کې  د متحده ايالاتو د پوځي عملياتو له امله په لسګونو زره ملکي وګړي وژل شوي  او په څو مليونونو بې ځايه شوي او کډوال شوي دي. کله چې نن ورځ متحده ايالات له افغانستان څخه وځي ، بايد د افغانستان په مسئله کې خپل رول منعکس کړي او په دې غور وکړي چې څنګه کولی شي چې د افغانستان پخلاينې او بيا رغونې لپاره خپل مسؤليتونه ادا کړي.

وانګ يي وويل چې افغانستان يو خپلواک  هيواد دی  او افغانان خپل ځان ته قوي احترام لري. حقايقو يوځل بيا ثابته کړه چې په افغانستان کې هرډول زورواکه مداخله ناکاميږي. له افغانستان څخه د متحده ايالاتو او ناتو ځواکونو په وتلو سره افغانانو له تاريخ څخه زده کړه کړې او نوی فرصت لري چې د هيواد او ملت برخليک په خپل لاس کې واخلي.

وانګ يي وويل چې افغان حکومت د اوږدې مودې راهيسی د افغانستان د ملي يووالي، ټولنيز ثبات او د خلکو د معيشت ښه والي لپاره ډير کارونه کړي چې بايد مساوي ارزونه وشي. طالبان په افغانستان کې د يو عمده نظامي ځواک په توګه بايد خپل هيواد او ملت ته په خپلو مسؤليتونو پوه شي، بايد په کلکه له ټولو تروريستي ځواکونو سره اړيکې پرې کړي او بايد د هيواد او خلکو د مسؤليت لرونکي چلند سره افغان عمده سياسي مسير ته راوګرځي.

وانګ يي زياته کړه چې چين د دې ملاتړ کوي او تمه لري چې په افغانستان کې ټولې خواوې د "افغانانو په مالکيت، د افغانانو په مشرۍ" اصولو ته غاړه کيږدي، د افغانستان  اصلي او اوږدمهاله ګټې په نظر کې ونيسي او د بين الافغاني مذاکراتو او مشورې له لارې داسې سياسي جوړښت رامينځته کړي چې د افغانستان له ملي شرايطو سره سمون وخوري او د افغانانو ملاتړ ولري، ترڅو په ګډه د هيواد نوی راتلونکی پرانيزي. وانګ يي وويل چې چين د افغانستان نږدې ګاونډی هيواد دی. موږ تل د افغانستان بشپړې خپلواکۍ او د خاورو بشپړتيا ته درناوی کړی، د ټولو افغانانو لپاره مو هميشه دوستانه پاليسي تعقيب کړی، د افغانستان په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې بنسټيز اصل ته تل ژمن پاتې شوي او د افغانستان په بيلابيلو ګوندونو او مليتونو هميشه باور لرو چې دوی  وړتيا او پوهه لري چې خپلې ستونزې حل کړي او خپل هيواد په ښه توګه اداره کړي.

وانګ يي په خپلو خبرو کې په درېيو ټکو تاکيد وکړ: لومړی، په افغانستان کې د جګړې په تيره بيا د هراړخيزې کورنۍ جګړې د پراخيدو مخنيوی بايد وشي؛ دوهم، بين الافغاني مذاکرات بايد ژر تر ژره بيا پيل شي او سياسي جوړجاړی بايد وشي؛ درېيم په افغانستان کې  د بيلابيلو تروريستي ځواکونو د پراخيدو مخه بايد ونيول شي او  افغانستان بايد يو ځل بيا د ترهګرو لپاره پټنځای ونه ګرځي.

وانګ يي وويل چې چين د افغانستان د راتلونکي لپاره هيله لري چې دغه هېواد پراخ او ټول شموله حکومت جوړ کړي. ثبات او سالمه مسلمانه تګلاره تعقيب کړي. له ترهګرۍ او سخت دريځۍ سره په کلکه مبارزه وکړي او له ټولو ګاونډيو هيوادونو سره  دوستانه همکارۍ ته ژمن واوسي.  چين د ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي چې د پورتنيو اهدافو د پوره کولو لپاره مناسب دي  او چمتو دی چې له ټولو لورو سره اړيکې او همغږي وکړي، ډيپلوماتيک منځګړيتوب ترسره کړي او د دې لپاره اړينې اسانتياوې برابرې کړي.