د چين د بهرنيو چارو وزارت: پرمختګ د بشري ټولنې تلپاتې اصلي موضوع ده او د ټولو مسئلو د حل کيلي ده
CRI2021-07-14 11:53:24
شريکول:

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۴۷مې غونډې د جولای په ۱۲مه نېټه د چين له خوا وړاندې شوی (( د ټولو بشري حقونو د تر لاسه لپاره د پرمختګ خدمت )) پريکړه ليک تصويب کړ.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په ۱۳مه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې د ياد خبر په اړه وويل، دغه پريکړه ليک بيا دا څرګنده کړې، چې پرمختګ د ټولو بشري حقونو د تر لاسه لپاره ډېر مهم خدمتونه کړي دي، د ټولو خلکو د حقونو او ګټو زياتوالی د پرمختګ موخه ده او بېلا بېل هېوادونه بايد د ښه ژوند په اړه د خلکو د ارمانونو او اړتياوو د پوره کولو لپاره هڅې وکړي. په دغه پريکړه ليک کې د دې هرکلی شوی چې بېلا بېلو هېوادونو د دواملرونکي پرمختګ او د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخو کې ستر کوښښونه کړي او برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي.

جاو لي جيان دې ته اشاره کړې، چې پرمختګ د بشري ټولنې تلپاتي اصلي موضوع او د ټولو مسئلو د حل کيلي ده. يوازې د پرمختګ له لارې د بشري حقونو پرمختګ او خونديتوب تامين کېدای شي.