د ترکمنستان ولسمشر د چين له خارجه وزير سره وکتل
cri2021-07-14 11:36:47
شريکول:

د ترکمنستان ولسمشر ګوربانګولي بيرديمحمدوف د جولای په ۱۳ مه نېټه عشق أباد کې د چین د دولتي شورا او خارجه وزير وانګ يي سره وکتل.

وانګ يي په خپلو خبرو کې وويل، چې چين او ترکمنستان دې ژر د “يوه کمربند او يوې لارې“ او “د ورېښمو لارې بيا احيا “دوو طرحو د وصل سندونه لاسليک کړي او د راتلونکو پنځو کلونو لپاره دې د خپلمنځي هراړخيزې همکارۍ پلان جوړ کړي. چين غواړي د ترکمنستان تر ټولو د باور وړ او ثابت صادرتي بازار وګرځي، د تېلو او ګازو په چارو کې خپلمنځي همکارۍ ورسره پراخې او د انرژۍ په برخه کې ستراتېژيکې همکاريزې اړيکې ورسره ټينګې کړي. 

نوموړي په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه، چې اوسمهال د منځنۍ اسيا امنيتي حالت د خوشبيني وړ نه دی او د امنيت په برخه کې د دواړو هېوادونو همکارۍ ډېرې لازمې او مهمې دي. چين به له ترکمنستان سره د افغانستان وضعيت د بدلونونو په اړه خبرو ته دوام ورکړي، دغه هېواد به د “چين جمع د منځنۍ اسيا پنځه هېوادونه “په چوکاټ کې به خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، هڅه به وکړي، چې پر ګاونډيو هېوادونو د افغانستان وضعيت د منفي اغېزو مخه ونيسي او سيمه ييزه سوله او ثبات وساتي.

ګوربانګولي بيرديمحمدوف وويل،ترکمنستان د شديدې بېوزلۍ د لمنځه وړلو په برخه کې د چين لوی برياليتوبونه ستايي او دغه هېواد خپل اوږد مهاله او د باور وړ ستراتېژيک همکار بولي. نوموړي زياته کړه، چې چين او د منځنۍ اسيا پنځه هېوادونه نږدې ګاونډي هېوادونه، دوستان او ملګري دي، نو بايد د خپلمنځي ميکانيزم رول ښه ولوبوي  او د سيمه ييزې سولې او ثبات، همداراز د سيمه ييز پرمختګ او سمسورتيا لپاره دې ګډې هڅې وکړي.

نوموړي وويل، دواړه هېوادونه دې د افغانستان مسئلې د حل لپاره زيات مثبت رول ولوبوي او د دغه هېواد د وضعيت په اړه د نظريو تبادلې ته دې دوام ورکړي.