دا د ټوکو خبر دی چې د کرونا وبا ضد بري په لېست کې امريکا لومړی ځای نيولی
CRI2021-07-14 16:46:51
شريکول:

د امریکا پر وخت د جولای تر ۱۲مې نېټې پورې په دغه هېواد کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۳۳ ميليونو او ۸۸۰ زرو څخه اوښتی و او په دغه هېواد کې د کرونا له امله له ۶۰۷ زرو څخه زيات کسان مړه شوي دي. خو د برومبيرګ خبري اژانس(Bloomberg News) امريکا د کرونا وبا ضد بري په لېست کې مخکښه بللې او لومړی ځای يې ورکړی دی. برعکس، د چين په شمول يو شمېر هېوادونو ته، چې کرونا وبا يې ښه کنټرول کړې، عادلانه مقام ته نه دی ورکړی.

برومبيرګ خبري اژانس په قصدي توګه پر کرونا وبا د اخته او د دې وبا له امله مړه شويو کسانو شمېر ته په درنه سترګه نه دي ليدلي او ويلي يې دي، چې د وبا له امله د ښارونو او هېوادونو بندول منفي تدبيرونه دي. دغه اژانس ساينس او د خلکو ژوند ته درناوی نه دی کړی. د دې تر څنګ، د کرونا وبا ضد مبارزه کې د نړيوالې ټولنې لپاره خدمتونه يې هم له نظره غورځولي دي. برومبيرګ خبري اژانس په ياد لېست کې هيڅ عدالت په پام کې نه دی نيولی.

د دې خبري اژانس ځينې شمېرې ښيي، چې په امريکا کې د وبا خپرېدو حالت لا هم سخت دی. که څه هم په دغه هېواد کې شاوخوا ۵۰ فيصده لويانو دوه ډوزه واکسین کړی، خو دغه شمېر په بېلابېلو ځايونو کې برابر نه دی. د امريکا په ډېرو سيمو کې د کرونا وبا نوې څپې هم راپورته شوې دي.

ښه به دا وي، چې امريکايي سياستوال او رسنۍ حقيقت ومني، په ساينسي لارو وبا کنټرول کړي او د امريکايانو او نورو هېوادونو لپاره اړين خدمتونه وړاندې کړي.