شي جين پينګ د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اوردوګان سره تليفوني خبرې وکړې
cri2021-07-14 11:03:22
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي  جين پينګ د جولای په ديارلسمه نېټه د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اوردوګان سره تليفوني خبرې وکړې.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې چين له ترکيې څخه ملاتړ کوي چې خپل ملی حاکميت، خپلواکي او د خاورو بشپړتيا وساتي او له خپلو مشخصاتو سره سم پر پرمختيايي لوري ګام واخلي. چين غواړي چې د ترهګرۍ پر ضد په  مبارزې او نورو امنيتي چارو کې  له ترکيې سره خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز او د ترکيې له خوا د منځني دهليز په نوم د پلان د پلي کولو لپاره ګډې هڅې وکړي. دغه راز چين غواړي چې د کرونا ضد واکسين په برخه کې له ترکيې سره همکارۍ ژورې کړي تر څو دغه هېواد د کرونا وبا پر وړاندې په روانې مبارزې کې بريا ومومي.

اوردوګان وويل چې ترکيه له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي  چې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره له چين سره ګډې هلې ځلې وکړي.ترکيه د کرونا وبا پر وړاندې په روانې مبارزې کې د چين له ملاتړ څخه مننه کوي او تل د يو چين د پېژندلو پر تګلارې ټينګار کوي.(غاټول)