د م م د بشري حقونو په شورا کې د سيستماتيک نژادي تبعيض پر وړاندې د مبارزې پرېکړه ليک تصويب شو
cri2021-07-14 11:07:01
شريکول:

سينهوا اژانس د جولای په ديارلسمه نېټه خبر ورکړ چې د م م د بشري حقونو شورا په ۴۷مه غونډه  کې له سيستماتيک نژادي تبعيض سره د مبارزې لپاره د افريقايي هېوادونوله خوا وړاندې شوی پرېکړه ليک تصويب شو.

په  دغه پرېکړه ليک کې سيستماتيک او نور نژادي تبعيضونه او د افريقايانو او د افريقايانو د نسل په مقابل کې د قانون پلي کوونکو نژادي تبعيض او زورزياتي غندل شوي دي. په ياد پرېکړه ليک کې غوښتنه شوې چې د م م د بشري حقونو شورا باید د کارپوهانو يو نړيوال خپلواک نظام جوړ کړي تر څو په ګردې نړۍ کې نژادي عدالت او مساوات رامنځته شي.

دا لومړی ځل دی چې يادې شورا له سيستماتيک نژادي تبعيض سره د مبارزې پرېکړه ليک تصويب کړی دی.(غاټول)