چين (( د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو د برابرو حقونو تضمين )) سپين کتاب خپور کړ
CRI2021-07-14 15:27:46
شريکول:

د چين دولتي شورا د جولای په ۱۴مه نېټه (( د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو د برابرو حقونو تضمين )) سپين کتاب خپورکړ. 

په دغه سپين کتاب کې راغلي، چې د چين کمونېست ګوند او د دغه هېواد حکومت له تېرو ۷۰ کالونو راهيسې د بشري حقونو په چارو کې د خلکو پر لومړيتوبونو ټينګار کړی، د ژوند حق او د پرمختګ حق يې تر ټولو مهم بنسټيز بشري حقونه بللي، د بشري حقونو د عمومي اصولو او د دغه هېواد د مشخصاتو د پيوستون له لارې يې د شينجيانګ د ادارې لارې چارې بشپړې کړي او د شينجيانګ د بشري حقونو په چارو کې يې پر له پسې پرمختګ موندلی دی.

په نوموړي سپين کتاب کې ليکل شوي، چې شينجيانګ په ښه توګه د ژوند حق، د ازادۍ حق او د عدالت ساتلي دي. د ځايي خلکو د سياسي حقونو د تامينولو په برخه کې، د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو خلک مساوي حقوق لري او په دولتي چارو کې د ګډون، د ځايي چارو د ادراې او د ديموکراتيکو حقونو د اجرا حقونه لري.

د اقتصادي حقونو په برخه کې، شينجيانګ چټک اقتصادي او ټولنيز پرمختګ تر لاسه کړی، د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره يې پانګونې او هڅې د پر له پسې زياتوالي په حال کې دي، بېلا بېل قومونه د پرمختګ له مساوي فرصت څخه برخمن دي. شينجيانګ د کلتوري حقونو په برخه کې د بېلا بېلو قومونو د عنعنوي کلتورونو ساتنې او پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او د عامه کلتوري خدمتونو د پياوړتيا لپاره يې ډېرې هڅې کړي او د خلکو د ښوونې حق يې تامين کړی دی.

په دغه سپين کتاب کې ويل شوي، چې شينجيانګ د قانوني چارو د ساتنې، د ناقانوني چارو د مخنيوي او له جرمونو سره د مبارزې پر اصولو ټينګار کړی او په هراړخيزه توګه يې د مذهبي ازادۍ تګلاره عملي کړې ده. په شينجيانګ کې عادي مذهبي چارې د قانون په رڼا کې تر سره کيږي او د خلکو د مذهبي ازادۍ حق خوندی ساتل شوی دی.