د امريکا تر سيستم لاندې د مسلمانانو دردونه او ستونزې
CRI2021-07-14 18:02:58
شريکول:

د ۲۰۰۳م کال د دسمبر پر ۱۶مه، امريکايي عسکر د افغانستان په وردګ ولايت کې د ګزمې په حال کې دي.

د ۲۰۱۷م کال د جنورۍ پر ۲۹مه، د امريکا د نيويارک په هوايي مېدان کې لارښوونکي د دې امله احتجاج څرګند کړ، چې امريکا پر مسلمانانو د بنديز حکم صادر کړ.

امريکايي سياست له تېرو زياتو کلونو راهيسې د تش په نوم جهاني ارزښت  بيرغ په اوچتولو د خپلو ستراتيژيکو ګټو او سرچينو د تر لاسه کولو لپارهیې پر هغو بهرنيو قدرتونو بريدونه کړي، چې د دغه هېواد له ارادو او ګټو سره سمون نه لري.

په امريکا کې له اوږدې مودې راهيسې د مسلمانانو ضد تبعيض او نابرابر سلوک  روان دی. د پاليسۍ له لحاظه په امريکا کې د مسلمانانو ضد توپيرونه د تېرې پېړۍ له ۶مې او ۷مې کليزې څخه پيل شوي وو. په ۱۹۶۷م کال کې د منځني ختيځ دریمې جګړې له رامنځته کېدو وروسته، د امريکا د فيډرالي پلټنې ادارې ( FBI) د عربي الاصله مسلمانانو په پټې څارنې پيل کړی و.

 د ۲۰مې پېړۍ له ۸مې کليزې څخه تر ۹مې کليزې پورې د مسلمانانو ډله د امريکا له بېلا بېلو ټولنيزو فعالیتونو څخه محرومېدلو ته اړه شوه. اوس په امريکا کې مسلمانان  په ژوند، کار او نورو برخو کې په تبعیضي ډول ځپل کیږي او هم له دوښمنانه جنايي بريدونو سره مخ دي. له اوږدې مودې راهيسې د امريکا په ټولنه کې  د مسلمانانو پر وړاندې د تبعيض او ځورونې پېښې په پر له پسې رامنځته شوي دي.

د امريکا د پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ د ماموريت په دوره کې په دغه هېواد کې د مسلمانانو  پر وړاندې وضعيت لا سخت  شو. نوموړي د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال دغه هېواد ته د مسلمانانو پر ننوتنې د بنديز پلان په اړه ډنډوره  خپره کړه . د ۲۰۱۷م کال د جنورۍ پر ۲۷مه، کله چې ټرمپ تازه د ولسمشر دنده پر غاړه واخيسته، هغه يو اداري حکم لاسليک کړ، چې نوم يې دی ((  امريکا ته د بهرنيو ترهګرو د ننوتنې د مخنيوي لپاره د ملي خونديتوب پلان)). په دغه حکم کې ويل شوي، چې په راتلونکو ۹۰ ورځو کې به د عراق، سوريې، ايران، سوډان، سومالي، يمن او ليبيا په شمول د ۷ اسلامي هېوادونو عامو اتباعو ته د ويزو اجازه ور نه کړي ، څو له دغو (( خطرناکو سيمو )) څخه د ترهګرۍ د راتګ مخه ونيسي.

برسېره پر دې، په امريکا کې د مسلمانانو پر مذهبي ازادۍ تيری کوونکي کړنې  هم روانې دي. د امريکا مجلې (( د سوداګرۍ پرده)) خبر ورکړ، چې يوه امريکايي وکيل د ۲۰۲۰م کال د اګست پر ۱۹مه  تور پورې کړ، چې د امريکا د ګمرک اجرائيه ادارې (ICE) د توقيف يو مرکز، چې د فلوريدا ايالت په ميامي کې واقع دی، توقيف شويو مسلمانانو کډوالو ته  د خوګ له غوښو  خوراکونه برابرول او دوی يې مجبورول،  چې (( عقايد او يا لوږه انتخاب کړي )). په دغه مرکز کې ۴۴۰ کډوال بند شوي او پکې لسګونه مسلمانان شامل دي. دغو مسلمانان په مجبور ډول دغه غير اسلامي خوراکونه منلي، ځکه د دغه مرکز له خوا برابر شوي اسلامي خوراکي مواد ټول خراب دي.

په امريکا کې عام مسلمانان د مړينې له ګواښونو او يا بريدونو سره مخ دي. د څېړنې له مخې، له تېرو څو کلونو راهيسې د اسلامي دين په اړه د امريکايانو نظريې ورځ په ورځ منفي شوي دي. دونالډ ټرمپ (( د اسلام ضد بېره )) نظريو د خپرولو په چارو کې د پردې تر شا تور لاس بلل کيږي.

په امريکا کې د پاليسو په شمول د بېلا بېلو عواملو له امله د مسلمانانو وضعيت د سختېدو په حال کې دی. د امريکا د يوې سروې له  مخې، په دغه هېواد کې ۷۵ سلنه مسلمانان او ۶۹ سلنه غير اسلامي امريکايان په دې نظر دي، چې د دغه هېواد په ټولنه کې د مسلمانانو ضد ګڼ شمېر تبعيض شتون لري. ۵۰ سلنه امريکايي مسلمانان په دې نظر دي، چې په دغه هېواد کې مسلمانان له لا زياتو ستونزو سره مخ دي.