د شین هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د حکومت وياند علي ربيعي د جولای په ۱۳مه نېټه وویل چې ایران له امريکا سره د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې کوي او ایران چمتو دی چې په بشپړ ډول له امريکا سره د بندیانو تبادله وکړي.
علي ربيعي په همدې ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل چې د بشر دوستۍ پر اساس ایران چمتو دی چې د امریکا لخوا د ټولو ایراني بندیانو د خوشې کولو په بدل کې ټول امریکایي "سیاسي بندیان" خوشې کړي. ایران هیله لري چې ټول ایراني اتباع چې د امريکا په غوښتنه د نړۍ په بیلا بیلو ځايونو کې بندي شوي دي، د امريکا د بندیانو د خوشې کولو په بدل کې خوشې شي.
(ليلا)