د چين د بهرنيو چارو وزارت: نړيوالې ټولنې د بشري حقونو په چارو کې د امریکا رياکارانه څېره ليدلې
cri2021-07-14 11:39:45
شريکول:

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د جولای په ۹ مه نېټه د نړۍ دګڼو هېوادونو د بشري حقونو راپور خپور کړی دی. په دغه راپور کې دې ته اشاره شوې، چې امريکا د خپلو خلکو او د نورو هېوادونو خلکو پر بشري حقونه مسلسل تېری کړی او خپله هغه ژمنه يې چې د رسنيو ازادي به وساتي، پوره ماته کړې ده.

د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د روانې میاشتې په ۱۳ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې پدې اړه وويل، چې د روسيې ياد راپور ثابته کړې چې نړيوالې ټولنې د بشري  حقونو په چارو کې د امريکا رياکارانه څېره ليدلې ده.

نوموړي د امريکا له حکومت څخه وغوښتل چې د بشري حقونو د ساتونکي رول بايد په رياکارانه توګه ونه لوبوي، د بشري حقونو په بهانه بايد پر نورو بې اساسه بنديزونه ونه لګوي او د توکم وژنې، نژادي تبعيض او جبري کار په ګډون ډول ډول جرمونه دې بند کړي.