د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په ۱۳مه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې خبريالانو ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۴۷مې غونډې په اړه معلومات ورکړل.
نوموړي وويل، چې دغې غونډې د جولای په ۱۲مه نېټه د افريقايانو او افريقايي الاصله خلکو د بشري حقونو د ساتلو په اړه ناسته ترسره کړه. پرمختيايي هېوادونو په دې ناسته کې د سيستماتيکې نژاد پرستۍ او نژادي تبعيض غندنه کړې او له نړيوالې ټولنې څخه يې غوښتنه کړې، چې د افريقايي الاصله او آسيايي الاصله خلکو ضد نژادي تبعيض او زورزياتۍ د له منځه وړلو لپاره هر اړخيزې هڅې وکړي.
جاو لي جيان وويل، چې د چين استازي د څه باندې ۵۰ هېوادونو په استازيتوب په وينا کې د افريقايانو، افريقايي الاصله خلکو، آسيايانو او آسيايي الاصله خلکو ضد سيستماتيکې نژاد پرستۍ، توپيرونو او دوښمنانه جنايي بریدونو شتونوالي ته واشاره او له لويديځو هېوادونو څخه يې وغوښتل، چې د نړيوالې ټولنې پاملرنې ته دې جدي غبرګون وښيي او د دغو مسئلو د حل لپاره هم رښتيني ګامونه پورته کړي.