د چین او پاکستان خارجه وزيرانو په خيبر پښتونخوا کې د بس چاودنېپه اړه خبرې وکړې
cri2021-07-15 13:54:02
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د جولای په ۱۴ مه نېټه د تاجکستان په پلازمينه دوشنبې کې د پاکستان له خارجه وزير شاه محمود قريشي سره وکتل.

وانګ يي وويل، چين په پاکستان کې د هغې پېښې په اړه ډېر حيران دی، چې چيني اتباعو ته پکې درنه مرګ ژوبله اړول شوې ده. نوموړي هيله وښودله چې پاکستان د دغې پېښې په اړه ژر پلټنه وکړي او د ورته ډول پېښو د بيا رامنځته کېدو مخه ونيسي.

قريشي د پاکستان د حکومت او خلکو په استازيتوب د دغې پېښې له امله چيني خوا ته د ژورې همدردۍ مراتب څرګند کړل او ويې ويل، چې ابتدايي پلټنې کې داسې شواهد نه شته چې وښيي دغه پېښه ترهګرو کړې ده. نوموړي زياته کړه، چې چين د پاکستان تر ټولو مهم او د باور وړ ملګری دی او د چين زيان خپل زيان بولي. پاکستان به تر وسې پورې د ټپيانو درملنه وکړي، د دې پېښې لامل به پيدا کړي، په لومړي وخت کې به له چين سره اړوند معلومات شريک کړي او په ټول توان به په خپل هېواد کې چيني اتباع خوندي وساتي.

په همدې ورځ د پاکستان په شمال خيبر پښتونخوا کې د يوه بس د چاودنې له امله د ۹ چينايانو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي او ۲۸ چيني اتباع ټپيان شوي دي.