۶۸ هېوادونو د بشري حقونو په شورا کې له چين څخه ملاتړ څرګند کړ
cri2021-07-15 12:07:38
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په ۱۴مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۴۷مه غونډه کې ۶۸ هېوادونو له چين څخه د ملاتړ ګډه اعلاميه لاسليک کړې ده. 

جا لي جيان وويل، پر يادو ۶۸ هېوادونو سربيره، ځينو هېوادونو د وينا کولو او پيغام ليږلو له لارې هم له چين څخه ملاتړ په ډاګه کړی او په دې توګه څه باندې ۹۰ هېوادونو د بشري حقونو شورا په ياده غونډه کې عادلانه اواز پورته کړی دی. دوی ويلي، چې د هانکانګ، شينجيانګ او شي ځانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي او بهرني هېوادونه بايد پکې لاسوهنه و نه کړي. دوی له دې سره مخالفت کړی چې ځينو هېوادونو د بشري حقونو مسئلې ته سياسي رنګ ورکړی، دوه ګوني معيارونه يې غوره کړي او د سياسي موخې لپاره يې پر چين بې ځایه تورونه لګولي دي. (هيله)