بلومبيرګ اژانس امريکا ته د لومړي مقام په ورکولو سره خپل ارزښت له لاسه ورکړی
cri2021-07-15 16:31:07
شريکول:

د امريکا بلومبيرګ اژانس په نړۍ کې د اقتصادي او مالي معلوماتو او راپورونو د رسولو په برخه کې ډېر شهرت لري او ځان يې هميشه عادلانه بللی دی. خو دغه خبري اژانس څو ورځې دمخه د کرونا وبا ضد د نړيوالې مبارزې درجه بندي خپره کړې او پکې يې امريکا تر ټولو بريالی هېواد بللی چې د ډېرو خلکو د حيرانتيا او خندا وړ ګرځېدلی دی.

که موږ د بلومبيرګ د دې درجه بندۍ د جوړولو اصولو ته وګورو، نو وبه مومو چې یاد اژانس پر کرونا د اخته کسانو او د دې ويروس له امله د وژل شوو کسانو شمېرې په نظر کې نه دي نيولې او د دې ترڅنګ يې د قرنطين ټولې تګلارې منفي او د کار د بيا پرانيستي  تګلارې يې ډېرې مهمې بللې دي. د دې درجه بندۍ د جوړولو اصولو ته په کتو شننونکي وايي، چې دغه درجه بندي د امریکا لپاره ځنګړې شوې او هغو هېوادونو چې د کرونا ضد مبارزه يې نړیوالې ټولنې هم ډېره بريالۍ بللې، پکې تر امريکا ډېره کمه نمره خپله کړې ده.

ګڼو خلکو پر ټولنيزو رسنيو د بلومبيرګ ياده درجه بندي مسخره کړې او د خندا وړ يې بللې ده. ځينو ورته ليکلي، چې امريکا ته مو ځکه لومړی مقام ورکړی، چې په دغه هېواد کې د کرونا له امله ډېرو زياتو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دولت د مجبوريت له مخې د مړو لنډمهاله يخچالونه ورته جوړ کړي دي. ډېری انټرنېټ کاروونکي هم پدې باور دي، چې بلومبيرګ په دغسې خبرونو سره خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.

د بلومبيرګ بنسټګر ميليانر مايکل بلومبرګ نوميږي چې پخوا د نيويارک پخوانی ښاروال و. خبري رسنۍ وايي، چې نوموړي په ۲۰۱۹ کال کې د ډيموکرات ګوند د ولسمشرۍ په لومړيو ټولټاکنو کې ګډون کړی و او هغه وخت يې بلومبيرګ اژانس هم اعلان کړ، چې د ښاغلي بلومبيرګ او د ياد ګوند د نورو نوماندانو په اړه به يې پلټنې نه خپرولی، خو د جمهوريت غوښتونکي ګوند او د ‌ډونالډ ټرمپ حکومت په اړه به يې پلټنې کولې. دغه وضعیت ته په کتو د بلومبيرګ اژانس سياسي موقف په اسانۍ معلوميږي.

د کرونا وبا ضد د نړيوالې مبارزې يادې تازه درجه بندۍ يوځل بيا ثابته کړې، چې بلومبيرګ اژانس په حقيقت کې يوه سياسي اله ده او موخه يې د ديموکرات ګوند حکومت ستايل دي.

خو په دغه درجه بندۍ کې د امريکا لومړی مقام د کرونا ضد مبارزه کې د امريکايي حکومت ناکامي نه شي پټولای، په دغه هېواد کې د کرونا له امله تراوسه تر ۶۰۰ زرو ډېرو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د دې ويروس له امله د مړو شمېر هم په نړۍ کې تر نورو هېوادونو زيات دی.