په ۲۰۲۰ کال کې ۲۳ ميليونو ماشومانو ته اړين واکسينونه نه دي ورکړل شوي
cri2021-07-15 14:58:32
شريکول:

د روغتيا نړيوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق د جولای په ۱۵مه نېټه د يو ګډ راپور په خپرولو سره دې ته اشاره کړې، چې تېر کال د کرونا وبا له امله ماشومانو ته د اړينو واکسينونو د ورکولو کارونه ډېر ځنډول شوي او په همدغه کال کې ۲۳ ميليونو ماشومانو ته د سختو ناروغيو ضد اړين واکسينونه نه دي ورکړل شوي. دغه شمېر د ۲۰۱۹ کال په نسبت 3.7 ميليونه زيات دی او له ۲۰۰۹م کال راهيسې تر ټولو زيات دی. 

روغتيا نړيوال سازمان ويلي چې ياد حالت د جنوب ختيځې اسيا او مديتراني سيمو کې ډېر سخت دی. يادو نړيوالو سازمانونو له ټولو هېوادونو څخه وغوښتل چې ماشومانو ته د واکسين ورکولو خدمتونه اسانه کړي تر څو په امنيتي توګه د ناروغيو ضد د معافیت عادي پروژې تطبيق شي. (هيله)