ګوټريس: په ګردې نړۍ کې د کرونا وبا ضد د عمومي معافیت لپاره ۱۱ ميليارډو ډوزو واکسين ته اړتيا شته
cri2021-07-15 12:03:01
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريس د جولای په ۱۳مه نېټه د ملګرو ملتونو د اقتصاد او ټولنې شورا د دوامداره پرمختګ په اړه د عالي رتبه سياسي فورم د وزيرانو په کچه غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، چې په ګردې نړۍ کې د کرونا وبا ضد د عمومي معافيت لپاره ۱۱ ميليارډو ډوزو واکسين ته اړتيا شته چې د نړۍ د 70 سلنې سيمو کې خلکو ته ورکړل شي. نوموړي د واکسين او پيسو د مرستو په اړه د نړيوالې ټولنې د ژمنو هرکلی وکړ، خو و يې ويل چې دا کافي نه دي، ټول خلک بايد د کرونا ضد واکسين، د ويروس ټيسټ او درملنې ته لاسرسي ولري. (هيله)