وانګ يي د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير محمد حنيف اتمر سره وکتل
CRI2021-07-15 15:25:47
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي پر ځايي وخت د جولای په ۱۴مه نېټه د تاجکستان په پلازمينې دوشنبې کې د افغانستان له بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر سره وکتل.

وانګ يي له نوموړي سره په کتنه کې وويل، چې چين او افغانستان دوستانه ګاونډي هېوادونه دي، چې د غرونو په واسطه نښتي دي. چين له افغانستان سره ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او هيله لري، چې له افغانستان سره د دواړو هېوادونو د لوړې کچې تماس لپاره ښه تياری ونيسي او بهرنيو ته مثبت او سوله ييز پيغام ورکړي. چين به له افغانستان سره د واکسين په شمول ځينو مرستو ته دوام ورکړي، تر څو افغانستان د کرونا وبا ضد مبارزې کې بريالیتوب تر لاسه کړي. نوموړي د افغانستان له حکومت څخه هيله وښودله، چې په دغه هېواد کې د چينايانو او چيني ارګانونو امنيت تامين کړي.

وانګ يي وويل، چې له افغانستان څخه د امريکا او ناټو د ځواکونو بېړنۍ وتنه د دغه هېواد د حالاتو د سختوالي او د تاوتريخوالي د پراخوالي سبب شوې او د افغان مسئلې حل يې په څلورلارې کې پاتې کړی دی. چين له افغانستان څخه ملاتړ کوي، چې " د افغانانو په مالکيت او د افغانانو په مشرۍ" د اصولو په اساس د خبرو اترو او سلامشورو له لارې په افغانستان کې ټولشموله سياسي چوکاټ جوړ کړي؛ يو خپلواک، پر خپلو پښو ولاړ او بې طرفه هېواد وګرځي، نرمې تګلارې غوره کړي؛ له هر ډول ترهګرۍ سره دې ټينګه مبارزه وکړي او له ګاونډيو هېودونو سره دې ښه راشه درشه ولري. د کورنۍ جګړې مخنيوی، د بين الافغاني خبرو اترو دوباره پيل او د سياسي حل د پلان موندل د افغانستان پر وړاندې تر ټولو مهمې او لومړنې دندې دي، په تيره بيا افغانان بايد هڅې وکړي، چې ترهګريزو ډلو ته په دغه هېواد کې ځای ورنه کړي.   

وانګ يي وويل، چې د افغانستان ټول قومونه او ټولې ډلې د دغې لويې کورنۍ غړي دي او بايد هېواد ته د سولې د راوستلو مسئوليت پر غاړه واخلي. هيله ده، چې د افغانستان حکومت د سوله ييزو خبرو اترو په اړه باور ټينګ کړي او د دغه هېواد د روغې جوړې او بيارغونې لپاره ضروري شرايط برابر کړي. طالبان بايد په ټينګ عزم له ټولو ترهګريزو ځواکونو سره اړيکې پرې کړي.

وانګ يي په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چې چين هيڅکله د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې، هيڅ د جغرافيايي سياست فکرونه نه لري او په پر له پسې توګه به د دغه هېواد خپلواکۍ، ملي حاکميت او د خاورو بشپړوالي ته درناوی وکړي. چين باور لري، چې افغانان د خپل هېواد د ښې ادارې توان لري. چين په هر وخت کې چمتو دی چې د خپل هېواد په داخل کې د بين الافغاني خبرو اترو لپاره زمينه برابره کړي او د افغان مسئلې د سياسي حل لپاره خدمتونه وکړي.

اتمر په خپلو خبرو کې چيني ملت ته د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو سلمې کليزې په مناسبت توده مبارکي وويله او و يې ويل، چې چين د افغانستان ښه دوست او ګاونډی دی. افغان دولت تمه لري، چې د سياست، اقتصاد او امنيت په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ لا پياوړې شي. افغانستان د افغان مسئلې په اړه د چين نظريو سره پوره توافق لري او هيله لري، چې تر دوه او څو اړخيزو چوکاټونو لاندې له چين سره ګډې همکارۍ پياوړې کړي او د افغان مسئلې د سياسي حل لپاره ګډې هڅې وکړي. افغانستان غواړي، له چين سره د امنيت همکارۍ پياوړې کړي او د " ختيځ ترکستان غورځنګ " په شمول له ترهګريزو ډلو سره مبارزه وکړي، افغانستان هيڅ ترهګريزې ډلې ته اجازه نه ورکوي، چې د دغه هېواد په داخل کې د چين پر ضد کومې ناوړه چارې تر سره کړي. نوموړي وويل، چې افغانستان له کرونا وبا سره د مبارزې په برخه کې د چين د مرستو مننه کوي او تر خپلې وسې پورې به په دغه هېواد کې د چينايانو او چيني ارګانونو امنيت خوندي وساتي.