په ګردې نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۱۸۷ ميليونو، ۵۱۹ زرو او ۷۹۸ ته رسېدلی
cri2021-07-15 11:59:26
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتيا نړيوال سازمان د جولای په ۱۴مه نېټه يوه تازه راپور خپور کړی چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د مازديګر تر ۵ بجو او ۵ دقيقو پورې، په ګردې نړۍ کې د کرونا ۳۶۲ زره ۳۱ نوې پېښې ثبت شوې، اچې په دې سره يې عمومي شمېر ۱۸۷ ميليونو، ۵۱۹ زرو او ۷۹۸ ته رسېدلی. په همدې مودې کې د دې ويروس له امله ۶۱۳۵ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر ۴ ميليونو، ۴۹ زرو او ۳۷۲ تنو ته رسېدلی دی. (هيله)