په بېجينګ کې د اسيان ملګرو هېوادونو د رسنيو همکارۍ فورم ترسره شو
cri2021-07-15 14:48:53
شريکول:

د اسيان ملګرو هېوادونو د رسنيو همکارۍ فورم د جولای په څلورمه نېټه د چين مېډيا ګروپ په کوربتوب په بېجینګ کې ترسره شو او د دې ګروپ رئيس او عمومي مدير شن های شيونګ پکې ګډون او وينا وکړه.

سږکال د چين او اسيان ترمنځ د ډيالوګ ميکانيزم د ټينګېدو ۳۰ مه کلیزه ده او ياد فورم د دې کليزې د لمانځنې له يو لړ فعاليتونو څخه و.

په دغه فورم کې د چين مېډيا ګروپ استازو او د ۱۵ هېوادونو د ۳۳ رسنيو نږدې ۱۰۰ مېلمنو د رسنيو ترمنځ د همکارۍ او سيمه ييز پرمختګ په اړه د نظريو تبادلې وکړې او د خپلمنځي همکارۍ د پياوړتيا په اړه يې يوه ګډه اعلامیه خپره کړ.