د چين د کورنيو توليداتو ارزښت 12.7 سلنه زيات شوی دی
cri2021-07-15 14:43:17
شريکول:

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د جولای په ۱۵مه نېټه په يوه خبري ناسته کې د ۲۰۲۱ کال په تېرو ۶ مياشتو کې د دغه هېواد د ملي اقتصاد حالت معرفي کړ. د مالوماتو له مخې، د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې د چين بازار عموماً پر ښه لوري روان و، عمده شمېرې يې په مناسبې سويې کې وې او اقتصاد يې هم د ثابت پرمختګ په حال کې و. د شمېرنې له مخې، د روان کال په تېرو ۶ مياشتو کې د چين د کورنيو توليداتو ارزښت کابو له ۷۶۰۲ ميليارډو امريکايي ډالرو سره برابر و چې دا د تېر کال د همدې مودې په نسبت يې 12.7 سلنه زياتوالی ښودلی دی. (هيله)