په عراق کې د امريکا لخوا راپارول شوې جګړې د اسلامي هېوادونو ګټو ته سخت زيانونه رسولي
cri2021-07-15 12:14:04
شريکول:

امريکا د ۲۰۰۳ کال په مارچ مياشت کې په عراق کې جګړه پيل کړه، د دغې جګړې ښکيلو خواوو نه يوازې له نړيوالو قوانينو او مقرراتو څخه سرغړونه کړې، بلکې په تېرو لسګونو کلونو کې يې عراق او اسلامي هېوادونو ته سخت زيانونه هم رسولي دي. 

لومړی، د عراق اقتصادي پرمختګ د اوږدې مودې لپاره شا تګ کړی دی. دوهم، د عراقيانو امنيت نه دی تضمين شوی. له ۲۰۰۳ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې، د عراق کابو 208.5 زره ملکي وګړي په جګړو او نښتو کې وژل شوي او د دې هېواد زيات بنسټيز تجهيزات ويجاړ شوي دي. 

برسيره پر دې، د عراق دغې جګړې د اسلامي هېوادونو ګټو ته هم سخت زيانونه رسولي دي. يوه خوا د دې جګړې له امله په ګردې نړۍ کې د اسلامي هېوادونو مقام ټيټ شوی او له بلې خوا، د دې جګړې له امله، د اسلامي هېوادونو د پرمختګ لارې د موندلو د کوښښونو مخه هم نيول شوې ده. د يادولو وړ خبر دا دی چې، د عراق جګړې له امله، په منځني ختيځ کې ترهګرۍ مخ په سختېدو ده او بېلا بېلو هېوادونو ته يې ګواښونه رسولي دي. ويل کېږي چې دغه جګړه په ۲۱مې پېړۍ کې د امريکا د زورواکۍ تاريخي شاهدي ورکوي، له دې څخه ښکاري، چې د امريکا له زورواکۍ سره مخالفت لا هم په ګردې نړۍ کې له سولې سره د مينوالو هېوادونو او خلکو ګډه دنده ده. (هيله)