د ژغورنې په چارو کې د چين او امريکا ترمنځ توپيرونه
CRI2021-07-15 15:01:47
شريکول:

د چين د جيانګ سو ولايت په سو جو ښار کې د جولای په ۱۲مه نېټه د يو هوټل وداني وغورځېده. د  سو جو ښار د وو جيانګ سيمې د ژغورونکو چارو ادارې د روانې مياشتې د ۱۴مې نېټې په ۱۰بجو يوه اعلاميه خپره کړې او ويلي يې دي، چې په تېرو دوو ورځو کې يې ټول ۲۳ کسان ژغورلي دي.

راپورونه وايي، چې د امريکا د فلوريدا ايالت په ميامي کې هم د تېرې جون مياشتې په ۲۴مې د يو هوټل ودانۍ نړيدلې، چې له امله يې ۹۴ کسان وژل شوي او ۲۲ تنه نور لا هم ورک دي.

د ټولنيزو رسنيو کاروونکو د چين او امريکا ژغورنې چارې سره پرتله کړي او ويلي يې دي، چې ناورين بدمرغي ده، خو د ناورينونو پر مهال د چين او امريکا د ژغورنې چارو پرتله کول ډېر لرېوالی لري او چين په دغسې چارو کې ډېر لوی لاس لري.