چيني واکسين به د کوويډـ۱۹ پر وړاندې روانه مبارزه لا ګړندۍ کړي
cri2021-07-15 15:24:34
شريکول:

د واکسين او معافيت نړيوالې ټولنې په دې وروستيو ورځو کې اعلان کړی، چې د چين د سينواک او سينوفارم له شرکتونو سره يې د کرونا ضد واکسين د اخيستلو تړونونه لاسليک کړي دي. پدې معنا چې د يادو شرکتونو واکسينونه د کوواکس په پلان کې رسماً شامل شوي او له روانې جولای مياشتې څخه به ياد پلان ته عرضه شي، څو په پرمختيايي هېوادونو کې د کرونا وبا د مهارولو لپاره خلکو ته تزريق شي.

روغتيا نړيوال سازمان دوه مياشتې مخکې ياد دوه واکسينونه د واکسينونو د بېړنۍ کارونې په نوملړ کې شامل کړل او اوس د دغه سازمان او د واکسين او معافيت نړيوالې ټولنې تر مشرۍ لاندې کوواکس پلان هم ياد واکسينونه منلي دي. چين هم خپله هغه ژمنه پوره کړې او واکسين يې عامه نړیوال توليد ګرځولی دی. د چين دغه کړنه د واکسين د عادلانه ويش د پرمخبيولو لپاره ګټوره ده او له دې کبله د کرونا وبا پر وړاندې د روانې مبارزې بريا ته هيله زياته شوې ده.

د يادو دوو چيني واکسينونو تاثير او خونديتوب ثابت شوی دی. په څه باندې سلو هېوادونو کې د دغو واکسينونو کارونه منظوره شوې او څه د پاسه دېرشو بهرنيو مشرانو ته چيني واکسين ور کړل شوی دی. له دې څخه د چين واکسين اغیزه څرګنديږي.

د روان کال په مۍ کې د برازيل په سيرانا ښار کې د چیني واکسين د اغيزې په هکله خبر خپور شو. ځايي اوسېدونکو ته د چين د سينواک واکسين تر تطبیق وروسته پر کرونا د اخته کسانو شمېر په سلو کې ۹۵ راټيټ شوی او په روغتونونو کې د ناروغانو شمېر په سلو کې ۸۶ کم شوی دی.  والسټريټ ژورنال خبر ورکړی، چې په سيرانا ښار کې دغې نتيجې د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې کرونا ځپلو هېوادونو ته هيلې رسولي او هم يې ثابته کړې، چې د چين د سينواک شرکت واکسین اغيزمن دی.

په دې وروستيو ورځو کې څو سروې شوي او پایلې يې هم مثبتې ښودل شوې دي.

د چيلي د روغتيا وزارت څيړونکو د جولای په اوومه نېټه د امريکا د اېن يي جي اېم په مجله کې د يوه تيزيس په خپرولو سره د سينواک واکسين د اغيزو په باب معلومات وړاندې کړي، چې له مخې يې پر کرونا د اخته کېدو د مخنيوي لپاره د دغه واکسين د اغيزې انډول په سلو کې ۶۵ اعشاريه ۹ او پر دې ويرس د اخته ناروغانو د روغتیايي حالاتو د سختوالي د مخنيوي په برخه کې يې د اغيزې انډول په سلو کې ۹۰ اعشاريه ۳ ښودل شوی او د مړينې د مخنيوي انډول يې بيا په سلو کې ۸۶ اعشاريه ۳ ښودل شوی دی.

د دې ترڅنګ د ځينو لويديځو خبري رسنيو رويې هم بدلې شوې دي. د امريکا سي اېن اېن په دې وروستيو ورځو کې د مغولستان، چيلي او سيشل په شمول ځينو هېوادونو کې د کرونا وبا د پلټنې په هکله يوه مقاله خپره کړې او د ويروس له  کارپوهانو، د بېلا بېلو هېوادونو د روغتيا له چارواکو او د واکسين له کاروونکو سره يې مرکې کړې دي. دوی ويلي، چې هېڅ واکسين   کرونا ويروس سل په سلو مخنيوی نه شي کولی. واکسين د مړينې د انډول او په روغتونونو کې د بستر شويو ناروغانو له شمېر سره تړاو لري. خو موخه يې د کرونا ويروس لېرې کول نه دي.

دوی ويلي، چې چيني واکسين پر کرونا د اخته کسانو او د مړينې شمېر د کمښت لپاره اغيزمن رول لوبوي. که د چين واکسین دغو هيوادونو کې نه وای کارول شوی، نو کرونا به وضعیت نور هم ترينګلی کړی و.

چين يو داسې هېواد دی، چې د کرونا وبا ضد واکسين څيړنيزه سويه يې په مخکښو هېوادونو کې راځي، او تل يې پر دې ټکي ټينګار کړی، چې واکسين بايد د نړيوالو عامو توليداتو په توګه وړاندې شي. تر اوسه پورې چين څه باندې سلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ته پنځه سوه ميليونه دوزه واکسين او اړوند طبي توکي برابر کړي، چې له امله يې په نړۍ کې د چين له خوا د برابر شويو واکسينونو شمېر د نورو هېوادونو په پرتله ډېر زيات دی. نورو هيوادونو هم چيني واکسينونه ستایلي دي.

د يادو تړونونو د لاسليکېدو له امله به د کواکس په پلان کې برخه اخيستونکي واکسين تر لاسه کولی شي او د راتلونکي کال په لومړۍ نيمايي کې به هغوي ته شاوخوا ۵۵۰ مليونه چينی واکسين برابر شي.

چين د دې لپاره په هڅه کې دی چې د بېلا بېلو هېوادونو خلک واکسين کارولی شي. دا د چین ژمنه ده او هم د چين ناستومانه کېدونکې کړنه هم ده.