د چين د بشري حقونو استازي د بشري حقونو شورا په غونډه کې وينا وکړه
cri2021-07-15 13:50:36
شريکول:

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۴۷ مه غونډه د جون له ۲۱ مې نېټې د جولای تر ۱۴ مې نېټې پورې د سويس په جنيوا کې ترسره شوه. د چين د بشري حقونو څېړنيزې ټولنې استازي دغې غونډې ته په وینا کې د بشري حقونو د ساتلو په برخه کې د چين د مفکورې او چارو په اړه معلومات  ورکړل او د امريکا د بشري حقونو ستونزه يې افشا کړه.

د چين د بشري حقونو څېړنيزې ټولنې استازي په خپله وينا کې د ډېرو هغو سرويو نتيجې وښودلې، چې له مخې يې پر شينجوانګ د لويديو هېوادونو هغه تورونه چې وايي ځايي اوسېدونکي جبري کارونو ته اړ شوي له حقيقت سره بيخي سمون نه لري.

یاد استازي په خپله وينا کې دې ته اشاره وکړه چې په امريکا کې د کرونا وبا د مهارولو تګلارې په دغه هېواد کې د بېلابېلو قومونو ترمنځ نا برابري لازياته کړې ده. په دغه هېواد کې پر کرونا د لږکيو قومونو د اخته کېدو انډول تر سپين پوستو ډېر لوړ دی، لږکي قومونه د ګمارنې، عدليې، اقتصاد، سياست او ټولنې په شمول بېلابېلو برخو کې له ډېرو ستونزو او سپکاوي سره مخ دي.