په چين کې کارول شوې بهرنې پانګه ۶۰۷ ميليارډو او ۸۴۰ ميليونو امريکايي ډالرو ته رسيدلې
cri2021-07-15 14:56:30
شريکول:

د چين سوداګرۍ وزارت د جولای په څوارلسمه نېټه يوه شمېرنه خپره کړه  چې له مخې يې د روان کال له جنورۍ څخه تر جون پورې په چين کې کارول شوې بهرنې پانګه ۶۰۷ ميليارډو او ۸۴۰ ميلونو امريکايي ډالرو ته رسيدلی او د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۲۸ اعشاريه ۷ زياتوالی ښيي.

د روان کال په مې کې د دېرشو نړيوالو شرکتونو دفترونه او لس ځيړنيز مرکزونه په شانګهای کې ځای پر ځای شوي دي. د امريکا د پيپسيکو د شرکت د عمومي مدير مرستيال شي چانګ ان وويل، خوشحاله يو چې د شانګهای ځايي حکومت مونږ ته ښه سوداګريز چاپيريال برابر کړی دی. له ۲۰۰۸ کال څخه مو په چين کې په وار سره فابريکې، د عرضې ځنځيرونه او څيړنيزې ساحې پراخې کړې دي.

د چين د سوداګرۍ وزارت ویاند ګاو فنګ څه موده دمخه وويل چې دغه وزارت به د چین له پرمختګ څخه  د لازياتو بهرنيو پانګوالو د ګټې اخيستلو لپاره هڅې وکړي.(غاټول)