د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان د مشرانو په غير رسمي غونډه کې ګډون وکړي
cri2021-07-15 16:01:36
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاندې هوا چون ينګ د جولای په ۱۵ مه نېټه اعلان وکړ چې د چین دولت رئيس شي جين پينګ به د جولای په ۱۶ مه نېټه د نوي زيلنډ د صدراعظمې جېسيدا ارديرن په بلنې له بېجينګ څخه په انلاين ډول د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان د مشرانو په غير رسمي غونډه کې ګډون وکړي.

ياده غونډه کې به د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اسيا او ارام سمندر سيمې پر ګډې همکارۍ او د دې سيمې پر اقتصادي پرمختګ تمرکز وشي.