ډېرو چيني ساينسپوهانو د کرونا ويرس د سرچينې په اړه يوه ګډه مقاله خپره کړه
CRI2021-07-16 17:24:28
شريکول:

۲۱ چيني ساينسپوهانو او يو بريتانوي ساينسپوه چې په چين کې کار کوي، د جولای په ۱۶مه نېټه د (( د چين ساينس: د ژوند ساينس )) په نوم د انګليسې ژبې مجلې کې د کرونا وبا د سرچينې په اړه يوه ګډه مقاله خپره کړې چې عنوان يې دی (( On the origin of SARS-CoV-2—The blind watchmaker argument )). په دغه مقاله کې د ړوند ساعت ترميموونکي (The blind watchmaker ) په نوم د تکامل د کلاسيکې تيورۍ په استفادې هغه مسئله استدلال کړې، چې د کرونا ويروس له طبعيت څخه راپورته شوی او د بشر له خوا نه دی جوړ شوی.

د يادې مقالې لومړي ليکوال او د چونګ شان پوهنتون د ژوند سانيس اکاډمۍ پروفېسير وو جونګ يي د (( د چين ساينس )) ورځپاڼې له خبريال سره په مرکه کې ويلي، چې په دغه مقاله کې د دوو مسئلو په اړه معلومات وړاندې شوي، چې ولې په طبيعت کې د کرونا ويروس رامنځته شوی او ولې بشر دغه ويروس نه شي جوړولی. په دغه مقاله کې هغه نظريه هم بيان شوې، چې د کوويډ-۱۹ ويروس له رامنځته کېدو مخکې نور کرونا يې ويروسونه د وحشي حيواناتو او انسانانو ترمنځ د بيا بيا خپرېدو په بهير کې له بشري وجود سره برابروالی ښودلی او په انسانانو کې د ډله ييزې خپرونې توان يې خپل کړی دی.