د جاپان کيودو نيوز د جولای په ۱۵مه نېټه خبر ورکړ، چې د توکيو د اولمپيک لوبو انتظامي کميټه د دغو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د نندارچيانو شمېر د لا کميدو نظر لري.مخکې اټکل شوی و چې د اولمپيک لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې به شاو خوا زر کسان ګډون ولري چې په دغو کسانو کې به د اولمپيک نړيوالې کميټې استازې، د سياليو د اړوندو کسانو په شمول ځينې مهم مېلمانه او بهرني نندارچيان ګډون ولري.
د دغو لوبو پرانيستونکي مراسم به د جولای په ۲۳مه نېټه د توکيو په نوی ملي سپورټي ميدان کې تر سره شي. دغه ميدان ۶۸ زره څوکۍ لري.