په ژنيو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ۴۷م کانفرانس له جوړېدو سره همهاله د ښځو د حقونو او ګټو د ساتلو او د باکيفيته پرمختګ د هڅونې تر عنوان لاندې غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه. په دغه غونډه کې د جنسيتي برابرۍ او ښځو ته د حقونو ورکولو غوښتنې وشوې.
د بېجينګ ښار د ښځو د ګډې ټولنې مرستيالې مشرې چن يان پينګ له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د هېواد د اقتصادي، فرهنګي او ټولنيزو چارو د ادارې په کارونو کې د ښځو د ګډون سويه لوړه کړي، د پرمختګ په بهير کې دې د ښځو د حقونو او ګټو ساتنه وکړي او د ښځو په چارو کې نړيوالې همکارۍ دې پياوړې کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان مرستيالې استازې وويل، چې د کرونا وبا د خپرېدو په حال کې په ټولنيزو او اقتصادي چارو کې نابرابري سخته شوې ده. د هغې په اند نړيواله ټولنه بايد د پرمختګ په چارو کې د ښځو د فعال رول تامينولو لپاره اغيزمن تدبيرونه ونيسي.
د امريکا، هالنډ، نيپال او سريلانکا په شمول د ځينو هېوادونو او سيمو ښځينه استازو هم په ياده غونډه کې ګډون کړی و.