مصرف، پانګونه او بهرنۍ سوداګري د چين د اقتصاد بيا سمسورتيا هڅوي
CRI2021-07-16 10:46:07
شريکول:

د چين د شميرنې ملي ادارې د جولای په ۱۵مه نېټه د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ نيمايي کې د ملي اقتصاد ارقام خپاره کړل. د ابتدائي شميرنې له مخې، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ۵۳ تريلينونه او ۲۱۶ ميليارډع او ۷۰۰ ميليونه يوانو ته رسيدلی، چې تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۲اعشاريه ۷سلنه زياتوالی ښيي او په وروستيو دوو کلونو کې هر کال ۵اعشاريه ۳ سلنه زيات شوی دی. په چين کې مصرف، پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ په ثابته توګه پرمختګ کړی چې د دغه هېواد د اقتصاد د ثابت پرمختګ يې هڅولی دی.

د روان کال په لومړۍ نيمايي کې مصرف د چين د اقتصادي پرمختګ ته په سلو کې ۶۱اعشاريه ۷سلنه خدمتونه برابر کړي دي. د بهرنيو خبري رسنيو د تبصرو له مخې، د مصرف په برخه کې د لګښتونو زياتوالي څخه څرګنديږي، چې د چين اقتصاد په ثابته او برابره توګه د احيا کيدو په حال کې دی.

د وارداتو او صادراتو تجارت په برخه کې پرمختګ هم ډېر مهم دی. د روان کال له جنورۍ څخه تر جون پورې د چين د وارداتو او صادراتو چارو ګړندی پرمختګ کړی او د توکو د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۷اعشاريه ۱سلنه زيات شوی دی.