چين: هيله ده، چې د ايپيک غړي هيوادونه د کرونا وبا پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي او اقتصادي همکارۍ وهڅوي
CRI2021-07-16 10:46:54
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ به د نيوزيلنډ د صدراعظمې جاسينډا ارډيرن په بلنه د جولای په ۱۶مه نېټه په انلاين ډول د ايپيک په غير رسمي غونډې کې ګډون وکړي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د روانې مياشتې په ۱۵مه نېټه په نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې چين د اسيا او ارام سمندر په سيمه کې د اقتصادي همکاريو د پياوړتيا لپاره د ايپيک مهم رول ته په درنه سترګه ګوري او هيله يې څرګنده کړه، چې د دغه سازمان غړي په يووالي سره له کرونا وبا سره د مبارزې او د اقتصاد د احيا کيدو لپاره د نژدي همکاريو فعاله نښه خپره کړي.