شي جين پينګ د آسيا او آرام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان د مشرانو په غير رسمي غونډه کې ويډيويي وينا وکړه
CRI2021-07-16 23:24:02
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۱۶مه شپه، په بېجينګ کې په انلاين ډول د آسيا او آرام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان د مشرانو په غیر رسمي غونډه کې ګډون او وينا وکړه.

شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل: سوله او پرمختګ اوس هم د زمانې اصلي موضوعګانې دي او د څو  اړخیزتوب د ساتنې، د يووالي او همکارۍ د پياوړتيا او د ننګونو ضد ګډې مبارزې په اړه غږونه راپورته شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې تېر کال مو د آسيا او آرام سمندر سيمې د ۲۰۴۰م کال  هدف په وړاندې کولو د آسيا او آرام سمندر سيمې د ګډې ټولنې موخه ټاکلې ده.

همدا راز ښاغلي شي څرګنده کړه، چې آسيا او آرام سمندر سيمه د نړيوال اقتصاد د پرمختګ مهم انجين بلل کيږي. د کرونا وبا ضد مبارزه کې د برياليتوب تر لاسه کول، اقتصادي  پرمختګ او د نړيوال اقتصادي احيا هڅونه د آسيا او آرام سمندر سيمې د غړو پر وړاندې ډېرې مهمې دندې دي. شي جين پينګ په دې اړه ۴ فقره ييز وړانديز وکړ.

لومړی، د کرونا وبا ضد مبارزه کې دې نړيوالې همکارۍ پياوړې شي. چين پرمختيايي هېوادونو ته تر ۵۰۰ ميليونو زيات دوزه واکسين ورکړی دی او په راتلونکو ۳ کلونو کې به د ۳ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت نړيوالې مرستې برابرې کړي.

دوهم، د سيمه ييز اقتصاد د يووالي کېدو کار بايد پياوړی شي. د سوداګرۍ او پانګونې د ازادۍ او اسانتياوو د پياوړتيا لپاره دې هڅې وشي او هغه  څو اړخيز سوداګريز نظام دې وساتل شي، چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان په مرکزيت جوړ شوی دی.

درېيم، پر ټولشموله او دواملرونکي پرمختګ دې ټينګار وشي.

څلورم، د تکنالوژۍ د نوښت فرصت دې  وکارول شي. چين به د ډيجټلي مهارتونو د ابادۍ څېړنيزه غونډه تر سره کړي او د ډيجټلي تکنالوژۍ په وسيله د سيلانيزو چارو د بيا سمسورتيا په اړه د همکارۍ د پياوړتيا پېشنهاد د عملي کېدو لپاره  به هڅې وکړي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې چين د عصري سوسياليستيک هېواد د هراړخيزې ابادۍ نوی سفر پيل کړی دی او په دې لاره کې به د لا لوړې کچې د پرانيستي اقتصاد نوی ميکانيزم  او لا ښه سوداګريز چاپېريال جوړ کړي، د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ نړيوالې همکارۍ به پياوړې کړي او د نړۍ او د دې سيمې له بېلا بېلو هېوادونو سره به ګډې ګټې او ګډ برياليتوبونه رامنځته کړي.