د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۱۵مه نېټه د عراق په يو روغتون کې د اورلګېدنې د پېښې په هکله د دې هېواد ولسمشر برهم احمد صالح ته د خواشينۍ پيغام واستاوه او د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب يې د مړه شويو کسانو ژور خپګان او خپلوانو او ټپيانو ته يې د خواخوږۍ او همدردۍ مراتب څرګند کړل.(غاټول)