د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د کيريباس د خپلواکۍ ۴۲مې کليزې په مناسبت د دې هېواد ولسمشر تانېتي ماماو ته د مبارکۍ پیغام ولېږه
CRI2021-07-16 14:58:58
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د کيريباس د خپلواکۍ د ۴۲مې کليزې په مناسبت د دې هېواد ولسمشر تانېتي ماماو ته د مبارکۍ پیغام ولېږه.

شي جين پينګ په دغه پيغام کې ويلي، چې د چين او کيريباس د اړيکو له بيا ټينګېدو راهيسې په تېرو دوو کلونو کې يې اړيکو ښه پرمختګ موندلی دی. دواړه خواوې په سياسي برخه کې متقابل اعتماد لري، په اقتصادي برخه کې همکارۍ کوي او په کلتوري برخه کې يو له بل څخه زده کړې کوي. د کرونا وبا له خپرېدو راهيسې دواړو هېوادونو يووالی ساتلی او د وبا ضد مبارزه کې يې ښې همکارۍ کړې دي. د چين او کيريباس ترمنځ د اړيکو بيا ټينګېدنه له تاریخې څپې او دوه اړخيزو کټو سره سمون لري. نوموړي ويلي چې د دواړو هېوادونو اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي، له ولسمشر ماماو سره يو ځای د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته وده ورکړي او خلکو ته ګټې ورسوي.