زياتو هېوادونو د کرونا ويروس سياسي رنګ پر وړاندې عادلانه لار غوره کړې
cri2021-07-16 11:04:41
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې ۴۸ هېوادونو په دې وروستيو ورځو کې د کرونا ويروس د سرچينې د لټولو مسئلې د سياسي کېدو په هکله د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس ادهانوم ته پيغامونه ليږلي دي.  د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د جولای په ۱۵مه نېټه په دې هکله اړوندې پوښتنې ته ځواب او هر اړخيز معلومات ور کړل.

 ۴۴ هېوادونو د جولای په ۱۵مه نېټه د کرونا ويروس د سرچينې د لټولو په هکله د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس ادهانوم ته يو ګډ پيغام لیږلی او څلورو نورو هېوادونو بيا په جلا جلا توګه نوموړي ته د خپلو پيغامونو په استولو سره د يادې سرچينې د لټولو په هکله د چين او دغه سازمان له خوا د وړاندې شوي راپور هر کلی کړی  دی. دغو هېوادونو پر دې ټينګار کړی چې د کرونا ويروس د سرچینې د لټولو کار يو علمي دنده ده او دغې مسئلې ته له سياسي رنګ ور کولو سره يې مخالفت کړی دی.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند په همدې ورځ  وويل چې له يوې مودې راهيسې دغه حالت څارو، چې د امريکا په مشرۍ ځينو هېوادونو د کرونا ويروس د سرچينې د لټولو مسئلې ته سياسي رنګ ور کړی او د ساينسپوهانو همکاريزې لاسته راوړنې يې له پامه غورځولې دي. هغه زیاته کړه چې د يادو پرمختيايي هېوادونو له پيغامونو څخه د دې مسئلې په هکله د نړيوالې ټولنې عدالت ښکاري. زياتره هېوادونه د دې مسئلې په هکله عادلانه رويه غوره کوي.(غاټول)