د چین د دولت رئیس د افغانستان له جمهور رئیس سره تلېفوني خبرې وکړې
CRI2021-07-16 21:30:59
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۱۶مه نېټه د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره تلېفوني خبرې وکړې.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل، چې چين او افغانستان ښه ګاونډي هېوادونه دي او تل يو له بل سره تفاهم او مرستې کوي. ده زیاته کړه، چې د کرونا وبا له رامنځته کېدو راهيسې د دواړو هېوادونو خلکو يو له بل سره مرستې کړې دي، چې له امله يې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي او همکارۍ پياوړې شوي دي.

دغه راز شي جین پينګ وویل، چې چين غواړي، د کرونا وبا ضد مبارزه کې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي. ده څرګنده کړه چې، چين له افغانستان څخه هيله لري، چې په دغه هېواد کې د چينايانو او چيني ارګانونو امنيت خوندي وساتي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې چين د ملي حاکميت، خپلواکۍ او د خاورو د بشپړوالي  په برخو کې د افغانستان حکومت له کوښښونو څخه ټينګ ملاتړ کوي، چې دغه کارونه د افغانانو او د دې سیمې د ټولو هېوادونو له ګټو سره سمون لري.

ده څرګنده کړه چين په دې نظر دی، چې سياسي خبرې اترې د افغانستان د ملي روغې جوړې او د دايمي سولې اصلي لاره ده. شي جینګ پېنګ وویل، چې چين به  " د افغانانو پر مشرۍ او د افغانانو پر مالکيت" د اصولو، د دغه هېواد د سولې، روغې جوړې او بيارغونې بهير ملاتړ ته دوام ورکړي.

شي دا هم وویل، چې چين  په دې اړه خوشحاله دی، چې د افغانستان حکومت او بېلا بېلو کورنیو ډلو په تهران کې په خبرو اترو کې مثبتې  ګډې نظريې  تر لاسه کړي دي. نوموړي هيله وښودله، چې د سولې خبرو اترو دواړه خواوې د افغانانو ګټو ته لومړيتوب ورکړي او ژر د خبرو اترو له لارې د سياسي حل پلان ته ورسيږي. ده ډاډ ورکړ، چې چين به په پر له پسې توګه په دغه جريان کې رغنده رول ولوبوي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل، چې   چين د کرونا وبا ضد مبارزه کې بريالتوب تر لاسه کړی او دوباره يې اقتصادي زياتوالی موندلی دی او  دا د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو لپاره ډېر ښه خبر دی. نوموړي له چين څخه مننه  وکړه، چې د کرونا وبا ضد مبارزه کې یې له دغه هېواد څخه قيمتي مرستې تر لاسه کړې دي. هغه هيله وښودله، چې د تګ راتګ او پيوستون په شمول بېلا بېلو برخو کې له چين سره ګډې همکارۍ پیاوړې کړي.  اشرف غني زیاته کړه، چې چين تل د سيمه ييز امنيت او ثبات د ساتلو مثبت قوت دی، ده  هيله وکړه، چې چين په مداومه توګه د افغان مسئلې د سياسي حل په چارو کې مهم رول ولوبوي.