د م م سرمنشي د توکيو د اولمپيک لوبو په موده کې د اوربند غوښتنه وکړه
cri2021-07-16 10:57:53
شريکول:

د م م سرمشني انتونيو ګوتريس د جولای په ۱۵مه نېټه په ټولې جګړې کې د جګړو له ښکيلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د توکيو د اولمپيک لوبو په موده کې جګړې بندې کړي. هغه وويل چې  څو ورځې وروسته به د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو لوبغاړي د کرونا وبا پر وړاندې د موجودو ستونزو په لېرې کولو سره د جاپان په پلازمينه توکيو کې راغونډ شي. هغه زياته کړه چې نړيوال بايد د سولې د رامنځته کېدو لپاره يووالی وښيي. د اولمپيک لوبو په موده کې د جګړو بندېدل يوه عنعنه ده. بېلا بېلې خواوې بايد د دغه فرصت په نيولو سره د دايمي اوربند د تر سره کولو او د سولې د رامنځته کېدو لپاره هڅې وکړي.(غاټول)