د روغتيا نړيوال سازمان د يوې تازه شمېرنې له مخې د منځنۍ اروپا پر وخت د جولای د ۱۵مې نيټې د مازديګر تر شپږو بجو پورې په ګردې نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۵۱۶۵۲۸ زيات شوی چې په دې سره يې عمومي شمېر ۱۸۸۱۲۸۹۵۲ ته رسيدلی او په همدې موده کې د دې ويروس له امله ۸۵۴۷ تنه مړه شوي چې د مړينې عمومي شمېر يې ۴۰۵۹۳۳۹ ته رسيدلی دی.(غاټول)