چين يې هرکلی کوي، چې امريکا د ايران د ذروي مسئلې هراړخيز تړون ته بيا راوګرځي
CRI2021-07-16 10:46:29
شريکول:

د جولای ۱۴مه نېټه د ايران د ذروي مسئلې د هراړخيز تړون د لاسليکېدو له شپږمې کليزې سره برابره وه. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په ۱۵مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې څرګنده کړه، چې چين په دې اند دی چې په تمامه او اغيزمنه توګه د دغه هراړخيز تړون عملي کول د ايران د ذروي مسئلې د حلولو يوازينې موثره لاره ده. چين هرکلی کوي، چې امريکا دغه تړون ته بيا راوګرځي. دغه راز، امريکا بايد صميميت ونيسي او د واقعي فعاليتونو له لارې دې د نړيوالې ټولنې باور بيا تر لاسه کړي. د دغه تړون د يوې مهمې لاسليکوونکې خوا په توګه چين په ټينګار سره د دغه تړون او د ملګرو ملتونو د پريکړه ليک صلاحيت او اغيزه ساتلي او د دغه تړون د تطبيق لپاره يې د امريکا او ايران تر منځ په خبرو اترو کې رغنده ګډون کړی، د بېلا بېلو خواوو ګډې نظريې يې راغونډې کړي، توپيرونه يې حل کړي او د دغه تړون د ژر دوباره پيل هڅونه يې کړې ده.